داولتراسونډ طبي کارول - Sultansei

Direkt zum Seiteninhalt

Hauptmenü:



داولتراسونډ طبي کارول

Medical use of ultrasound

دلیکوالانولومړنۍ خبرې

د ډیرو کلونوراهیسې په خپله مورنۍ ژبه پښتو، دکتابونو ليکل او له علمي پلوه دپښتون قام ددې ملي اوتاریخي لرغونې ژبې بډای کول، زما يوډير پخوانئ ارمان او هيله وه، چې دکوچنیوالي څخه راپدېخوا تل راسره ملګرې وه. نن ورځ چې د کمپيوترپوهنه، طبيعي علوم اود ساينس هر اړخيزه ټکنالوژي، دومره پرمخ تللې ده، چې د کتابونو ليکل دپخوا په پرتله ډیراسان شوي دي، نو زما هغه پخوانئ ارمان هم ورسره سم سرته رسيږي. د دې لپاره چې دپوهنتون په کچه دافغان ځوان نسل وکولاې شي، زما د لکچر نوټونو څخه لکه: فزيک، رياضي، راديولوژي، راديو تیراپي او طبي فزيک په څانګو کې په افغانستان اوټوله نړۍ کې هروخت ګټه ترلاسته کړای شي، نوددغې موخې لپاره مې، د اېنترنېتي اسانتیا له ګټې اخیستلوسره يوه ځانګړې پاڼه جوړه کړې ده

:دا یو څرګند حقیقت دۍ چې دانسان په ټول تاریخ کې درمل پوهنه ترهرڅه ډیراهمیت درلود اوهم يې لري. داځکه چې پوهه او روغتیا دیو بل سره سم سیخ تړاولري. لکه چې یومتل وايي

(عقل سالم دربدن سالم است)

نن ورځ چی ساینس اوتکنالوژي، د پخوا په پرتله ډیر پرمختګ کړی دی، نودهغې سره سم دطب په څانګه کې هم د ناروغیوپه پيژندنه اودرملنه کې نوی کړنلارې اوتخنیکي آلې منځ ته راغلې دي

څرنګه چې په هیواد کې په پښتو ژبه د طب په څانګو کې، په لوړه پوهنتوني کچه لا تر اوسه ډیرلږکتابونه لیکل شوي دي، ددې کتاب لیکوالانو،خپله ملي او اسلامي دنده وګڼله، چې نوموړې نیمګړتیا په پام کې ونیسي او تر خپله وسه يې پوره کړي. دغه کتاب د طب پوهنځۍ استادانواو د هغو زده کوونکولپاره چې په لوړو سیمېسترونوکې، په زده کړه بوخت دي، او یا په نوموړې څانګه کې تخصص کوي، خورا ګټور دۍ


نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ  

دجرمني هیواد، داګست میاشت،  ٢٠٠٧  م کال


سريزه

لکه څرنګه چې الکترومقناطیسي څپې دانسان بدن څخه تيريږي ، په همدې ډول دصوت څپې هم کولای شي بدن ته ننوځي، اوهلته دِغړوسره غبرګون وکړي. دنوموړي فزیکي کړنلارې په بنسټ نن ورځ دصوت څپوڅخه دناروغیوپه پيژندنه اودرملنه کې په پراخه کچه ګټه پورته کيږي. دصوت څپې دالکترومقناطیسي څپوپه برخلاف دپراختیا لپاره يوې مادې ته اړتیا لري. کله چې دصوت څپې په يوه ماده ولګيږي نومالیکولونه يې په رپیدلوپیل کوي اوپه ځینوځایونوکې مالیکولونه سره غونډيږي، اوپه بل ځای کې دیوه اوبل نه ليرې کيږي. په پايله کې دمادې يوه میخانيکي څپه منځ ته راځي چې دلارې په اوږدوخوا کې مخ په وړاندی خوځيږي. داپه دې مانا،چې دصوت څپې اوږدې څپې (طولانې امواج ) دي.

د 1939 م کال څخه راپدې خوا داولتراسونډ څپوڅخه ددرملني په موخه ګټه پورته کيږي. کله چې داولتراسونډ څپې بدن ته ننوځي، نوهلته په بيالوژيکي نسجونوکې جذب کيږي اودتودوخي په انرژي اوړي. دغه ډول تولیدشوې انرژي ددې لامل ګرځی چې په رګونوکې دوینې جریان پیاوړی کړي، ددردکمښت منځ ته راولي اودالتهاب مخه ونیسي، اویايې دبیرته جوړیدلوپروسه ګړندی کړي
په درملنه کې داولتراسوند يوه بله ډيره اړينه کارونه دا ده، چې دصوت لوړمیخانیکي فشارڅپوپه مرسته سره، سړی کولای شي چې په پوښتورګي اودصفراپه کڅوړه کې ډبرې ماتې کړي

:لومړی څپرکی
داولتراسونډ اصطلا حونه (Ultrasound Terminology)

دويم څپرکی
 د اولتراسونډ فزيک بنسټيزپوهه  (Fundamentals of Ultrasound Physics) 
د ريم څپرکی
اولتراسونوګرافي (Ultrasonography) 

څلورم څپرکی
داولتراسونډ طبې کړنلاره  (Ultrasound medical methode) 

پينځم څپرکی
التراسونډ اتلس  (Ultrasound atlas)





 
 
Zurück zum Seiteninhalt | Zurück zum Hauptmenü